په ځوانۍ کې د جنسی قوت او شوق کمېدل د اندېښنې وړ خبره ده، خو دا اندېښنه هغه وخت په ځای ده چې کله يو کس د ډېرې مودې لپاره جنسي خواهش ونلري. که کله کله ددا ډول ستونزې سره مخ کېږی نو دا کېدی شي ستاسې د ورځنیو چارو لکه سترېس، د کاروبار سوچونه، ستړیا او نورو له کبله وي.
د جنسي خواهش د کمېدو ځینې نښې د ورځنیو چارو اړوند وي او کېدی شي چې خپل ژوند او روزمره کارونو ته د پام په صورت کې بېرته حالت سم شی خو ځينې لاملونه بيا جدي وي او د درملنې او طبي تشخيص اړتیا لیدل کېږي.
که چېرې ستاسې جنسی خواهش پرلپسې کم وي، جنسي غړی مو د کوروالي په جريان کې ژر خپل کلک والی له لاسه ورکوي نو کېدی شي د وینې سيستم مو ستونزه ولري د وینې جريان له ستونزې سره مخ وي. کېدی شي د شکر ناروغي ولری او يا هم نور دې ورته مشکلات.
خو ددې لپاره چې ستونزه په سم ډول حل شي ښه ده چې متخصص ډاکټر ته مراجعه وکړئ ترڅو یې علت دقیق معلوم او د هغه مطابق درملنه ترسره شي.
د يادو خبرو ترڅنګ پخپلو خوړو کې د غوښې، لوبیا، نخودو زياتوال هم ستاسې سره مرسته کولی، حرکت کول د ورځې نيم ساعت که ممکن وي يو ساعت سپورت کول هم د وينې جريان ښه کوي او ستاسې دا ستونزه تر یو ځایه راکموي.