هره شپه، کله چې تیاره ټول ښار ته خوریږي او د کور ټول خلک په خوب ویده وي، زه په خپل بستر کې پرته یم، خو خوب رانه تښتیدلی وي. د زړه له ژورو نه یو ډول ویره او خپګان راختلی وي. پښې مې رېږدي او د بدن هره برخه مې سړه شي. هر وار چې د شپې چوپتیا زیاته شي، احساس کوم چې ستونزې مې نورې هم درنیږي.
د خپل خاوند څنګ ته پرته یم، خو داسې احساس کوم لکه یو پردی وي. هغه په خپلو افکارو کې ورک دی، او زه د خپلې دردېدلې نړۍ سره یواځې پاتې یم. هره شپه داسې وي، هغه زما احساسات نه درک کوي، نه یې ګوري او نه یې احساسوي. که خبرې هم وکړم، داسې به وي لکه د دیوال سره خبرې کوم.
زما پښې رېږدي، زړه مې چټک ټکان وهي، او د سر په دننه کې مې فکرونه د زخمونو په څیر راښکته کیږي. زه هغه زوړ وختونه یادوم چې د محبت او مینې وعدې به وې. هغه وختونه چې ده به زما له خبرو خوند اخیست، زما په هره ستونزه کې به یې ځان ښکیل کاوه. خو اوس، لکه د کلونو په تېرېدو هر څه بدل شوي وي. زما احساسات او خپګان ورته یو ډول غټ بار ښکاري، داسې چې هغه یې لېرې کولو ته هڅه کوي.
ما خپله ستونزه په ځان کې خښ کړې، ځان مې ورسره عادت کړی، خو هره شپه، کله چې نور ټول خوب کوي، زه په خپلو ویرونو او اندیښنو کې ډوبه یم. دا درد یو پټ راز دی، داسې راز چې زه یې هیڅکله نشم ویلای، ځکه په دې پوهېږم چې هیڅوک به یې درک نه کړي.