ډېری کسان هغه چې مجرد دي فکر کوي چې کوروالی به ترټولو زيات په تازه ځوانۍ کې خوندور وي مګر کله چې دوی واده وکړي بيا ويني چې حالت ددوی د تصور خلاف روان دی. ځکه نه ددوی کوروالی منظم وي. نه هغومره دوام کوي چې دوی یې غواړي.
نه يو کوروالی هغه ټولې مرحلې لري بايد يې ولري خو کله چې ښځه منځني عمر ته رسیږي نو کوروالی سمېږي، ددې سبب دادي چې په منځني عمر کې ښځې او خاوند کافي تجربه پيدا کړې وي حوصله یې پيدا کړې وي سترګې یې یو څه مړې شوې وي او اوس کولی شئ چې سم منظم داسې کوروالی وکړي چې ټولې مرحلې ولري.