د کوروالی په مهال د ښځې مسلې تر نارينه و ډېرې دي، د نارينه و عمومی درد دا وي چې زر خلاصېږي يا ځان نشي کنترول کولی په مدیریت کوروالی نه کوي سمدلاسه دخول کوي په سرعت کوروالی کوي او زر ځان انزال او نهايي خوند ته رسوي.
په ښځو کې بيا عمومي مشکل دادی چې ډېر وخت یې شرمګاه سوځي دا یو ډول ځورونکی سوزش دی چې ښځينه د خوند اخيستلو څخه منعه کوي. ددې يو لوی لامل دا وي چې ښځې تازه د شرمګاه وېښتان لرې کړئ بل لامل یې د شرمګاه ميکروبي کېدل دي چې پاکوالي ته د پوره نه پام کولو له کبله رامنځته کېږي.