دا خبرې چې کله له خپل ځان سره تېروم، زړه مې په سلګونو فکرونو کې ډوب شي. د ژوند لومړنۍ ورځې مې په ياد راشي. هغه وخت چې نوی مې واده شوی و، هر څه رنګین او خوشحال وو. خاوند مې هره ورځ له کاره کور ته په شوق راتله او په بېړه به یې ما ته ځان رساوه. د هغه ګرمې ولولې او بې ځايه مستي په ما هم اثر کړی و، خو وروسته مې احساس کړ چې په دې چټکۍ او بې احساسۍ کې هېڅ خوند او لذت نشته.
هره شپه به موږ یو ډول د عادت له مخې نژدې کېدو، خو په دې نژدېوالي کې کوم خاص احساس یا ژور اړیکه نه وه. داسې ښکاره به مې کړه چې هر څه سم روان دي، خو زړه مې د يوې بلې تجربې تږی و. فکر مې کاوه چې دا د ژوند يو طبيعي حالت دی، او ښايي دا زما لهخوا ډېر تمه لرل دي. خو لا وروسته، کله چې خاوند مې له سختو ورځو او کارونو سره مخ شو او د کورني ژوند ریتم يې بدل شو، نو زموږ اړیکه هم بدله شوه.
اوس چې کله هغه له اوږده او ستړي اونۍ وروسته کور ته راځي، په رښتیا سره يو ځاي کېږو. هغه احساس چې مخکې مو له لاسه ورکړی و، اوس يو ځل بيا راپيدا شوی. هره لحظه چې د هغه په غېږ کې تېره شي، لکه يو نوې تجربه او خوند وي. هغه پاملرنه او مينه چې مخکې ورباندې فکر نه کېده، اوس په بشپړه توګه حسوم.
دا يو ځل کوروالی اوس راته د ميني او پاملرنې څرګندونه ښکاري. مخکې به هره ورځ وو، خو هغه يو څه ژور و او بې لذت. اوس که څه هم دا رابطه په فزيکي ډول لږه شوې ده، خو هر ځل یې داسې احساس وي لکه يو نوی پيل.