د خاوند وزن مې زيات دی، هڅه نه کوي چې خپل وزن کم کړي، ما څو ځل ورته وويل چې زيات وزن د روغتيا لپاره ښه نه دی او موږ په ګډ ژوند هم منفي تاثيرات لري خو خاوند مې نه سپورټ کوي او نه هم په خوړو کې پام کوي.
تل ډېره زیاته ډوډۍ خوري ترټولو زياته غوښه خوري، غوښه يې زياته خوښه ده چې کومه ورځ يې ونه خوري وايي داسې يم لکه هېڅ ډوډۍ مې چې نه وي خوړلې. بيا نو بله ورځ د دريو نفرو خوراک کوي.
دا چې وزن یې زيات دی کوروالی کې هم مشکل لري نشي کولی چې ماته پوره سم رانژدې شي بدن يې زما او ده ترمنځ د صحي نېږدې کېدو مانع ګرځي او د کوروالی هغه خوند او جذبه نه ترلاسه کېږي.