په بهرنیو هېوادونو کې افغانان خپلې سياسي استازولۍ يا سفارتونه له لاسه ورکوي. د انګلستان وروسته اوس په ناروې کې هم د افغانستان سفارت وتړل شو. په داسې حال کې چې په يادو هېوادونو کې په لوړ تعداد افغانان ژوند کوي خو نور به د افغانستان سفارت پکې موجود نه وي.
کارپوهان وائي د اروپا په نورو هېوادونو کې د أفغانستان سفارتونه تړل کېږي. په امريکا کې لا وخته د افغانستان سفارت تړل شوی دی، معلومه نه ده چې په دې هېوادونو کې د افغانستان وکړي د قونسلی خدمتونو د ترلاسه کولو لپاره څه کوي.
د يادونې وړ ده چې د افغانستان سرپرست حکومت په اروپا کې وروسته له هغه د افغانستان د سفارتونو قونسلی خدمات بې اعتباره اعلان کړل چې ددې سفارتونو مسولينو ددوی سره لازمه اړیکه نه ساتله.