ښځه وايي: “زما مېړه سره زمونږ اړيکې ډېرې نېږدې دي، خو کله چې کوروالي کوو، نو هغه مې وېښتان په زوره کشکوي. زه ورته وايم چې ماته درد کوي، خو هغه وايي چې همداسې خوند ور کوي. د دې کړنې له امله زه وخت ناوخت له کوروالي زړه تورن شم، ځکه چې د هغه د خوند لپاره زما په بدن باندې فشار راته ستونزمن وي.
ما څو ځله هڅه کړې چې په نرمۍ سره ورته ووایم، خو د هغه له خوا هېڅ تغيير نه راځي. زه پوهېږم چې کوروالي د دواړو لپاره د مينې څرګندونه ده، خو د دې طرز عمل له کبله زه په رواني ډول خفه کېږم.
په زړه کې مې تل دا خبره وي چې کاش، هغه زما احساساتو ته لږ ارزښت ورکړي او په دې برخه کې زما غوښتنې ته غوږ ونيسي. کوروالي بايد د دواړو د خوښۍ او مينې څخه ډک وي، نه دا چې يوه ته د خوند او بل ته د زغم لامل شي.”