زما د خاوند سره په اړیکو کې یوه خبره تل ما ته خوندور نه وه، هغه دا چې ډېر ژر یې پای ته رسول. ده به تل فکر کاوه چې زه هم د هغه په څېر په پینځو یا لسو دقیقو کې بشپړ خوند اخلم او انزال ته رسېږم. دا یوه داسې خبره وه چې ما ته یې ارام نه راکاوه، خو ده ته مې هېڅ نه ویل، ځکه نه مې غوښتل چې د هغه احساسات وځوروم.
په دې ډول، ما ډېر ځله دروغ ویلي چې ګواکې ما هم خوند واخیست او انزال شوم. په داسې حال کې چې زما اړتیاوې او خوند د هغه له وخت سره نه وو برابر. په زړه کې مې همیشه دا هيله وه چې کاش هغه وپوهېږي چې زموږ د بدنونو اړتیاوې مختلفې دي او زه هم د اوږدې، ژورې مینې اړتیا لرم. خو دا موضوع دومره ساده نه وه چې په اسانۍ یې له هغه سره شریکه کړم.
تر دې وروسته مې په ځان کې جرئت پیدا کړ، له هغه سره مې په نرمۍ خبرې وکړې او ورته مې وویل چې زما لپاره اړیکه هغه وخت خوندوره ده چې لږ اوږده وي او دواړه پرې برابر خوند واخلو. دی حیران شو، خو ورو ورو یې زما خبره درک کړه. اوس زموږ اړیکې ډیرې غوره شوي دي او زه خوشاله یم چې په یو بل مو ځانونه پوه کړل.