که چېرته مو لاسونه زیات یخ وي نو دا د وینې د رګونو د عضلاتو د انقباض کې د ستونزې نښه ده، په دې مانا چې ستاسې د وینې د رګونو عضلات په سم ډول نه راټولېږي او خلاصېږي. ددې ستونزې د حل لپاره په خپلو خوړو کې د د شيدو، پنير، مستو، غوښې، د ماهي غوښې او فاصليې اضافه کول مرسته کولی شي.
که چېرې مو د لاس ورغوي تل ګرم او سره وي نو دا په ینه کې د ستونزې نښه ده، په لوی احتمال ستاسې ينه د شرابو، ګازي مشروباتو له کبله ناروغه شوې ده او نشي کولی چې زهري مواد تصفیه او پاک کړي.
د لاس د ورغوي تل خولې کېدل او ګرمېدل د اندوکرين د سيستم د ستونزو نښه کېدی شي په دې مانا چې شايد ستاسې ځینې هورموني غدې د ستونزې سره مخ وي کېدی شي ستاسې د تيرويد غده له حده ډېره فعاله شوې وي.
پام وکړی چې چیرې تاسې پخپل بدن کې دا ډول نښې يوه ورځ يا کوم وخت وینی، هره ورځ يا زر زر ددې نښو شاهدان نه ياست نو بيا ډاکټر ته د ورتګ اړتيا نشته اما که متوجه شوي یاست چې هر وخت مو لاس سره يا يخ وي نو لازمه ده چې روغتون ته ولاړ شئ.