شايد په ذهن کې د کوروالی تصور ډېر د خوند ډک کوي خو دا داسې دی لکه د ښه ژوند په هکله خيال، مثال د کلي د یوه ستړي دهقان به د ژوند څه تصور او خوند وي، په مقابل کې د يوه شتمن سړي چې د ښار په ترټولو ښکلي ځاي کې ژوند کوي د ژوند تصور.
که چېرې دا خيال کوی چې ښځه مو ښه کوروالی وکړي مسته وي نو دا اړتیا لرئ چې ښځه مو ښه ژوند ولري، تشويش ونلري د اړتیا وړ پيسې تل ولري د کوم غم نه وي ورسره ځانته مو خپل کور وي. په دې شرایطو يوه ښځه مسته وي او طبعيت یې خوندور کوروالی ته مساعد وي.