خاوند مې د شا له لارې کوروالی کول غواړي، زه ورته بار بار انکار کوم خو هېڅ زړه یې نه صبرېږي بله ورځ بيا لګيا وي وايي د شا له لارې صرف يو ځل. زه حیرانه يم چې نور څه ورسره وکړم. دا کار زما د فطرت خلاف دی هېڅ تصور يې نشم کولی.
په اسلام کې دا ډول اړيکه منعه شوې ده لعنت ورباندې ويل شوي دی خو زما خاوند بيا هم لګيا دی د هیڅ شي پروا نه کوي او غواړی چې د شا له لارې کوروالی وکړي. په داسې حالت کې چې زما بار بار انکار نور د هغه اعصاب هم خراب کړي.
حيرانه يم چې څه ورسره وکړم. پخپله هم خفه يم خاوند مې هم خفه وي کور کې د مينې فضا نه وي. هر شی د خپل کار لپاره وي خو د نارينه و عجیبې غریبې غوښتنې نور د ښځو زړه د واده څخه تور کړي چې دا په کوم نسل باندې اوښتي يو.