خاوند سره د ډېرو مشکلاتو وروسته واده وشو، پخپل ژوند کې مو تل ارزښت همدې ته ورکړی ترڅو په دومره ګرانه يو بل ته رسېدلي جوړه مو خرابه نشي او ژوند مو د يو بل سره په خوښۍ تېر شي. لکه د هرې ښځې او خاوند زموږ ګډ ژوند هم خپلې لوړې ژورې درلودې خو هېڅکله مې دا فکر نه و کړی چې زموږ په ګډ ژوند کې به کوروالی دومره لوی مشکل جوړ شي.
د واده په لومړيو وختونو کې مو کوروالی ډېر زیات کاوه داسې چې خاوند به مې په يوه ورځ کې څلور ځله کوروالی هم راسره کاوه. مستي ډېره وه او موږ په ځان کنټرول نه درلود. کور هم خپل و او یوازې اوسېدو په کور کې راسره بل هېڅوک نه و.
نو پرته له کوم خاص مشکل څخه هر وخت به مو چې هرڅومره زړه و په هر ځاي کې به سره يو ځآی کېدو. په لومړيو وختونو کې به مې خاوند کله کله يو څه زر انزال کېده. خو دا ستونزه ډېره کمه وم. خاوند به ډېری وخت کوروالی تر هغه پورې جاري ساته ترڅو دواړه پکې اخري خوند ترلاسه کړو.
خو د څه مودې په تېرېدو اوس مو د ګډ ژوند خوند هغسې تازه نه دی پاتې ډېری خلک باور نه کوي شاید دا خبره باندې بېخي څوک باور ونکړي چې موږ ځکه پخپل ګډ ژوند کې دومره تنګ شوي یو چې خاوند مې زر نه انزال کېږي.
پخوا به کله کله ما شکايت کاوه چې زر خلاصېږي اوس خلاصېږي نه، دومره کوروالی وکړو چې زه خلاصه شم. دی پاتې وي نور داسې شي چې زه خو ستړې او خسته يم پخپله خاوند مې هم په مرګ سره ستړی وي خو بيا هم ولاړ شي انرژي وڅښي از بيا یې شروع کړی ان چې خبره تر ساعت واوړي او وروسته بيا انزال شي.
داسې فکر کوم لکه د یوه ځناور سره چې يو ځای شوې یم ځکه هرڅه غیرې انساني ښکاري دومره په شدت روان يو چې نور مې یې بدن طاقت نلري غواړم بېخي ورڅخه جدا شم.