ځینې مېرمنې چې شمېر یې ډېر کم دی د کوروالي په مهال ژاړي، ددوی خاوند ډېر کله فکر کوي چې کېدی شي مېرمن یې کوم تکليف ولري یا د کوروالي په مهال درد حس کوي نو ځکه به ژاړي خو حقيقت ډېر وخت بل ډول دی.
څېړنې ښيي چې ډېر کله کومې مېرمنې چې په عاشقۍ یې واده کړی وي او خاوند یې د کوروالي په مهال په مينه او عشق مخته ځي نو دا ډول مېرمنې د کوروالي په مهال د ډېر ژور سکون او خوند له کبله د خوشحالۍ یو ډول بې اختیاره اوښکې تويوي.