ما له وړوکتوبه د پيسو او شتمنۍ په اړه ډېر څه اورېدلي وو. تل به مې د کورنۍ غړو ويل چې پيسې د ژوند تر ټولو مهمه برخه ده او که پيسې ولرې، نو ټول ارمانونه دې پوره کېږي. ما هم له همدې نظره واده ته وکتل او فکر مې کاوه چې د شتمن خاوند لرل به زما ټولې ستونزې حل کړي.
کله چې شريف مې له کورنۍ سره راغی، د هغه پيسې او شتمني مې سترګې ړندې کړې. هرڅه يې درلودل: لوی کور، موټرونه، او شانداره ژوند. د هغه د شتمنۍ ښکلا مې زړۀ راښکود او پرته له دې چې د هغه په شخصيت غور وکړم، د واده کولو پريکړه مې وکړه.
واده مو ډېر په لويو مراسمو سره ترسره شو، هرڅه به څومره ښکلې ښکارېدل. خو له واده وروسته مې ژوند په بېخي بله لور لاړ. شريف يوازې د پيسو سړی و، زړۀ يې په دې و چې هر څه د کنټرول لاندې ولري، او زه د هغه د پيسو يو څيز وګرځېدم.
هره شپه چې به شريف کار نه درلود، زه به ګرمه شوم. هغه به خلاص شو، زما شوق او اړتیا به نوره ورته مهمه نه وه، په خپله نړۍ کې ډوب و. د هغه له پيسو سره مينه او په کار کې ډوبتوب دومره زيات و چې زه ورته هېڅ ارزښت نه لرم. زما خبرې او احساسات ورته هېڅ مهم نه وو. د شپې چې به کور ته راتله، ستړی او بې هوښه به و، زه به ورته پاتې وم، يوازې او غمجن.
زما ژوند هغه شان نه و چې ما فکر کاوه. پيسې هر څه نه وې، زه يو شتمن خاوند لرم، خو يو ښه ژوند نه لرم.