د ماما زوی ته مې په داسې حال کې واده شوم چې زړه مې له بل چا سره تړلی و. له ماشومتوبه مو کورنۍ تل زما او د ماما د زوی واده په خوله کې نیولی و، خو کله چې د واده وخت راغی، زه د بل چا سره په ژوره مینه کې وم. ما هڅه وکړه چې کورنۍ ته ووایم چې زړه مې چیرته بل ځای پروت دی، خو هیڅوک زما خبرې ته غوږ و نه نیوه او په پای کې واده وشو.
په لومړیو کې مې فکر کاوه چې وخت به هرڅه سم کړي، خو په رښتیا کې هره ورځ یو ازمیښت و. زما خاوند، چې په ما ډیر باور کاوه، هیڅکله پوه نه شو چې زه د زړه له تله خوشحاله نه یم. هره ورځ به یې هڅه کوله چې زموږ اړیکه ښه کړي، خو زما زړه به د هغه بل چا یادونو کې ډوب و. د هغه سره د ژوند په هره برخه کې خوږوالي احساس نه کاوه، او کوروالی خو هېڅ هم نه و.
تر اوسه چې څو کاله تېر شوي، موږ لا هم یو بل ته نږدې نه یوو. زه د زړه په ژورو کې لا هم له هغه سره تړلې یم چې زما لومړنی مینه وه، او خاوند مې هغه احساس نه دی پیدا کړی چې زه یې تمه لرم. د واده ژوند داسې حالت ته رسېدلی چې دواړه پوهېږو، خو هیڅ نه وایو.