۹۹ سلنه خلک نه پوهېږي، دغه څو ډوله خواړه بيا تودول د سرطان سبب کېږي

په ډېرو کورونو حال داسې دی چې په ورځ کې يو ځل پخلی کېژي، په دې صورت که چیرې غرمه پخلی شوی وي نو همدا پخلی او خواړه د ماښام د ډوډۍ لپاره بيا را وړل کېږي او يو ځل بيا ګرمېږي.

په عموم کې د خوړو يو ځل بيا ګرمول ددې سبب کېږي چې خواړه خپل اکثریت غذائي مواد له لاسه ورکړي خو ځینې خواړه بيا نه یوازې چې خپل غذائي ارزښت له لاسه ورکوي د بدن او روغتيا لپاره ډېر پوره هم ثابتېدی شي.

ډاکټران وايي چې هګۍ هېڅکله بيا ځلې مه تودوی هر وخت مو چې څومره هګۍ خوړلې همغومره پخې کړی د هګیو بيا تودودل که څه هم معمول ندي مګر ښه چې بيا یې هم يادونه وشي چې روغتيا پالان وايي چې د هګيو بيا تودول د هغوی زهري کېدو سبب کېږي او د هاضمې د سيستم لپاره ګڼې ستونزې جوړوي.

د چرګ غوښه، ډاکټران وايي چې د چرګ غوښه بيا تودول کېدی شي په ځينې کسانو کې د شديد اسهال،استفراق او خېټې د درد سبب شي. ددې ترڅنګ پالک هم له هغه خوړو يا سبزيو څخه دي چې په دوهم ځل تودول یې د سرطاني موادو د رامنځته کېدو سبب کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *