۶۰ امريکايي ښځې د ځوان مېړه د لټولو مسابقه کوي هغه نارينه چې

د امريکا د ټي اېل سي ټلویزیون داسې یو پروګرام پیل کړی دی په کوم کې چې د پاخه عمر درلودونکی ښلې د ځان لپاره ځوان نارينه خاوندان لټوي. په دې پروګرام کې تراوسه پورې ۶۰ ښځو ځانونه ثبت کړي دي چې عمرونه يې د ۴۰ او ۶۰ ترمنځ دي.

دغه پروګرام به په رسمي ډول د راتلونکي نوي کال د لومړۍ مياشتې جنورۍ په ۱۵ نېټه پيل شي. په دې پروګرام کې به دا ښځې پخپل منځ کې مسابقه کوي ترڅو د یوه ځوان نارينه سره واده وکړي.

دا ډول برنامې که څه هم په ځينې هېوادونو کې بندې شوې دي خو د امريکا په متحده ايالاتو کې پرته له هېڅ ډول پابندۍ دا ډول پروګرامونه پرمخ تلی شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *