۱۱۵ کلنه وه، د اوږده ژوند دوه رازونه يې بيان کړل بيا وفات شوه

د امريکا په تاريخ کې ترټولو زيات ژوند کوونکې مېرمنې د ۱۱۵ کلنۍ په عمر له دې دنيا سترګې پټې کړې، بیسي هېنډريک په نامه دا مېرمن د سه شنبې په ورځ باندی د امريکا په کاليفورنيا ايالت کې مړه شوه.

دا چې نوموړې دومره زيات عمر وکړ نو د ډېرو خلکو سودا وه چې ددې راز څه شی دی په دې هکله ددې سره ګڼو معتبرو رسنیو مرکې هم کړې وې. خوشبختانه مخکې له دې چې نوموړې خپل ژوند له لاسه ورکړي پدې اړوند يې ځینې خبرې کړې وې چې څه ډول تراوسه پورې ژوندۍ پاتې شوې ده.

دې په خپله یوه مرکه کې د اوږده ژوند د راز په هکله ويلي و چې د اوږده ژوند راز کار کول او مصروفیت دی. وايي خواږه او شیریني لرونکي شيان نه خوري او تراوسه پورې یې هېڅ درمل هم نه دي خوړلي.

مېرمن هېنډریک په اصل کې یوه ښوونکې وه، واده یې کړی و او د پینځو اولادونو مور وه.‌ دوه اولادونه یې وفات شوي و او دری نور لا ژوندی و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *