یو افغان د جعلي پاکستاني پاسپورټ سره ونیول شو هغه په عمان کې ونيول شو او بيا

د پاکستان پوليسو د عمان څخه ډيپورټ شوی یو افغان تبعه د لاهور په هوايي ډګر کې نيولی دی. نور اسلام هڅه کړې وه چې د پاکستان په جعلي پاسپورټ باندې عمان ته سفر وکړي، د نوموړي د تلاشۍ په مهال د هغه سره یو پاکستانی جعلي پاسپورټ او يو افغان پاسپورټ موندل شوی دی.

نور اسلام د ايران عمان ته د کار لپاره تللی و، خو هلته په هوايي ډګر کې پوليسو د هغه پاسپورټ معلوم کړ چې جعلي دی او وروسته یې هغه پاکستان ته ډيپورټ کړ، پاکستان ته د رسېدو سره نوموړی ونيول شو.

د لومړيو معلوماتو په اساس نور اسلام د پاکستان پاسپورټ د ۴ لکه ۳۵ زره کلدارو په بدل کې په پیښور کې د يوه کس په واسطه اخيستی و، ده دا پيسې د اجېنټ د بانک حساب ته انتقال کړې وې.

په دې ورستیو کې د شلو څخه زيات افغانان د پاکستان د جعلي پاسپورټ سره نیول شوي دي، په افغانستان کې موجود حکومت د نړۍ د هېڅ له لوري په رسميت نه دی پېژندل شوی او له همدې کبله هېڅ هېواد په اسانۍ سره د افغانستان وګړو ته پاسپورټ نه ورکوي، په افغانستان کې د فقر د شدت سره یو ځای افغانان د کار کولو لپاره نورو هېوادونو د پاکستان په جعلي پاسپورټ د تګ هڅه کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *