یلدا علي: د ښځو په عورت پسې ذره بين ګرځوي خو هغوی ته هېڅ نه وايي چاچې

يلد علي د طلوع ټلویزیون پخوانۍ خبریاله چې څه موده وړاندې د هېواد څخه بهر شوه د موجود وضعيت او د نارينه و له لوري د ښځو اړوند په حاکم ذهنيت باندې سخته نيوکه کوي او په دې قضيه کې نارينه او يا هغه کسان چې د بېلابېلو نومونو لاندې د ټولو مسايلو غشي د ښځو لوري ته ورکږوي غږ کوي چې دوی باید اصلي حقیقت ته متوجه شي.

نوموړې وايي چې د ښځو په پټ عورت پسې په ذره بين کې د یوه عيب يا يوې نيمګړتيا لټونکي ددې په ځای هغه ظالمانو ته لاس واچوي چې د ظلم بې عدالتۍ او زورواکۍ عورت یې له هېچا نه دی پټ او په ښکاره ګرځي.

يلد علي يو له هغو افغان خبريالانو څخه وه چې په افغانستان کې د وروستي بدلون وروسته هم پخپل هېواد کې پاتې شوه او په حجاب کې یې خپلې دندې ته دوام ورکړ مګر کله چې په کابل واکمنو ملانو د اسلام له دایرې بهر د خپل طبعيت افراطي نوی حجاب اعلان کړ نو نوموړې له هېواد څخه ولاړه او کډواله شوه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *