ګل پاڼې دا پوښتنه ځواب کړه؛ ايا ځان درته افغانه ښکاري؟ -

ګل پاڼې دا پوښتنه ځواب کړه؛ ايا ځان درته افغانه ښکاري؟

ګل پاڼه هغه سندرغاړې ده چې پښتانه مينوال یې د نړۍ په سراسر کې شتون لري هغه چې په اصلي کې د پښتونخوا ده په افغانستان کې هم پرېمانه مينوال لري او څو ځل کابل ته د سندرو او پروګرامونو لپاره راغلې ده.

په پښتونخوا کې ډېری سندرغاړي يا ډېري پښتانه په قوم ځانونه پښتانه يا افغانان بولي خو دا چې د پاکستان تابعيت لري نو ځانونه پاکستانيان بولي خو قومي هويت خپل افغانیت بولي.

کله چې د ګل پاڼې څخه پوښتنه وشوه چې ايا ځان درته افغانه ښکاري نو ويې ويل چې نه، زه افغانه نه يم بلکې زه يوه پاکستانۍ يم د هغه دې څرګندونو ځینې افغان مينوال خواشيني کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *