ګل پاڼه؛ څلور نورې خویندې هم لرم، هغوی زما څخه ډېرې
ګل پاڼې د خپلې کورنۍ څخه غږېدلې ده، دا وايي چې دوی یوه لویه کورنۍ لري او پخپله کورنۍ کې خوشحاله دي، د نوموړې په خبره پخپل کور کې پينځه خویندې دي او يوه ورور لري. وايي پخپله د کور مشره ده او نورې خورانې یې يو په بل پسې پيدا شوې دي.
د موسيقۍ د پيل په هکله وايي چې په کور کې یې هېچا نه غوښتل چې سندرې ووايي، خپله لومړنۍ سندره یې په داسې حال کې وويله چې مور پلار یې هېڅوک نه و ورباندې خبر خو يو څه موده وروسته ټول خبر شول او دا ددې لپاره ډېره سخته ورځ وه.
وايي مور یې سخته ورڅخه خفه شوه، خپل خپلوان یې ورڅخه سخت مرور شول او ددوی سره یې تګ راتګ بند کړ، نوموړې زياتوي چې پلار ېې وروسته قانع شو او دې ته یې وویل چې غواړي مرسته ورسره وکړي او کولی شي چې يوه هنرمنده جوړه شي.
ګل پاڼه چې یو له تکړه سندرغاړو څخه ده وايي په پښتنه ټولنه کې دا کار آسانه نه و چې يوه مېرمن دې هنرمنده جوړه شي خو دا چې پلار یې ورسره مرسته وکړه او دا هم معلومه وه چې ښه استعداد لري نو پدې بريالۍ شوه چې د سندرو په دنيا کې خپل ځاي پيدا کړي.