ګلبدین نایب هم د امريکا څخه پناه وغوښته هغه پرون ورځ

د افغانستان د‌ کرکټ د ملي ټیم لوبغاړی چې اوس مهال په ټيم کې فعال شتون نلري د امريکا څخه پناه غوښتې ده، ګلبدين نايب هم د هغه لوبغاړو ډلې ته ور اضافه شو چې په پاکستان کې یې د امريکا له سفارت څخه پناه غوښتې ده.

د لومړيو معلوماتو په اساس چې ګلبدين نايب او تقريباً ټولو هغو لوبغاړو چې غواړي پناه ترلاسه کړي ويلي دي چې ددوی ژوند په افغانستان کې تر خطر لاندې دی له همدې کبله غواړي چې امريکا ته ولاړ شي.

تر دې وړاندې د افغانستان د ملي ټيم پخواني کپتان محمد اصغر ستانکزي هم د امريکا څخه پناه غوښتې وه، ويل کېږي امريکا د نوموړي پناه غوښتنه منلې او کېدی شي په دې نېږدې وختونوکې اصغر امريکا ته ولاړ شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *