ګلبدین نایب د سوداګرو او شتمنو خلکو څخه مرسته وغوښته، وايي زه - Ht

ګلبدین نایب د سوداګرو او شتمنو خلکو څخه مرسته وغوښته، وايي زه

د افغانستان د کرکټ نامتو لوبغاړي ګلبدين نايب د هېواد په سوداګرو او تجارانو غږ کړی دی چې د سرطان د ناروغۍ د درملنې تابيا نيونکي محمد نبي سره مرسته وکړي.

د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم پخواني کپتان محمد نبي اعلان کړی دی چې په افغانستان کې د سرطان د ناروغۍ د درملنې روغتون جوړوي.

ښاغلی نبي پرون کابل ته راغلی و او دغلته یې د روغتيا د وزرات له لوري په جوړه شوې يوه غونډه کې ګډون وکړ. نبي د روغتيا د وزرات له مسولينو سره وليدل او د روغتون د عملي کارونو د پيل کولو په هکله یې خبرې ورسره وکړې.

ګلبدين نايب د محمد نبي دغه اقدام ستایلی دی او ويلي يې دي چې د خپله وسه پورې به ددې روغتون په جوړلو کې دی هم مرسته کوي، نايب په همدې حال کې د ټولو خیرخواه هېودوالو، سوداګرو او پانګوالو څخه غوښتنه کړې ده چې د ښاغلي نبي سره په دغه ستر او د خیر ډک کار کې مرسته وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *