ګربز: يوه بېټ مې په قرض اخيستی و هغه هم چا پټ کړ، بيا مې ورور

رحمن الله ګربز چې اوس د ملي ټیم له دوه دریو ستندردو بېټسمنانو څخه دی ملي ټيم ته د رسېدو پورې د خپل سفر یوه جالبه خاطره بیان کړې ده.

نوموړي په یوه مرکه کې ويلي دي چې کرکټ ته سفر یې اسان نه و، د یوه بېټ اخيستل هم ورته ډېر ګران کار و. وايي يو ځل مې ورور يو بېټ په قرض راته واخيسته چې تر لس زرو افغانيو پورته قيمت یې و وايي هغه هم چا راڅخه پټ کړ.

ګربز وايي هغه بېټ چې ورور یې په قرض ورته اخيستی و ورکول يو ډېر خفه کوونکی کار و، وايی ډېر زيات مې وژړل، بيا ولاړم او د یوه بل خپلوان‌ څخه مې هیله وکړه چې یو بېټ راته واخلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *