ګربز ولې خفه دی؟ کرکټ بورډ کې چا ورته سپکې سپورې ویلي؟ حقیقت را څرګند شو

څو ورځې کېږي په ټولنيزو رسنيو کې د رحمن الله ګربز او سليم صافي په هکله ګرم بحثونه روان دي څوک وايي ددوی دواړو جنجال شوی دی څوک وايي جنجال شوی خو ددوی دواړو ترمنځ نه بلکې دواړه بېلې کيسې ځينې کسان بيا وايي دا ټول دروغ دي خو اوس تازه دوی دواړو ته یوه نېږدې کس په دې هکله لازم وضاحت وړاندې کړ.

په شپږیزه ليګ کې د کابل بازانو د لوبډلې مشر عبدالطيف ايوبي په یوه پیغام کې ویلي دي چې د اسټرالیا سره د لوبو د تمرين په مهال د ګربز لږ ناوخته راتګ ددې سبب شوی دی چې هيډ کوچ ورباندې غوسه شي، وايي هيډکوچ یو سخت مزاج انسان دی او رحمن الله ګربز ته یې نا مناسبې بدې ردې ويلې دي چې دا په ګربز په طبعي ډول بدې لګېدلې.

دی وړاندې زیاتوي چې وروسته د هيډ کوچ منېجر منهاج سره هم د رحمن الله ګربز خبرې اوښتې دي چې وروسته دې منېجر د کرکټ بورډ د ډسيپلين کمېټې ته شکایت کړی دی، ګربز په دې هکله د کرکټ بورډ د ډسيپلين کمېټې ته سپيناوی ورکړی دی او ښکاره شوې چې ګربز نه دی ملامت.

نوموړي ويلي دي چې دا دومره لويه مسله نه ده چې څومره چې په ټولنيزو رسنيو کې هوا ورکول کېږي وايي د سليم صافي قصه بېله ده چې هغه هم عادي خبره وه او ددې حق نه و چې په دې لوبغاړو باندې کوم سزا اعلان شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *