ګربز؛ پاکستان کې لوبې کول ښه فرصت دی، خو بابر اعظم د لوبې وړاندې راته وويل چې

د افغانستان د کرکټ‌ د ملي ټيم تکړه لوبغاړی رحمن الله ګربز چې اوس مهال د پاکستان په کرکټ ليګ لوبه کوي په دې ورځو کې په کم ساري ډول ځلېږي، نوموړي په ۳۱ توپونو ۶۲ چټکې منډې جوړې کړې، ده ۴ شپږيزې، ۷ څلوریزو سره د منډو سرعت په بې شانه ډول چټک کړ.

نوموړي د په زړه پورې لوبې وروسته د رسنیو سره د خبرو په مهال وويل چې دده پلان همدا و چې چټکې منډې جوړې کړي وايي په دې هکله یی مخکې له لوبې د پاکستان د مشهور لوبغاړي بابر اعظم سره هم خبرې کړې وې او د هغه څخه یې ځینې مشورې اخيستې وې چې د لوبې په جريان کې ورته ګټورې تمامې شوې.

ګربز چې د اماراتو سره د افغانستان د لوبو وروسته پاکستان ته ولاړ اوس مهال د‌ پاکستان د سوپر ليګ په يونايټډ اسلام آباد ټيم کې لوبېږي. د يادونې وړ ده چې د ګربز ترڅنګ د پاکستان په سوپر ليګ کې د راشد خان غوندې ټاپ افغان لوبغاړي هم لوبېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *