کوم کسان په اسانۍ د کور. والي په مهال د زړه د حملې سره مخ کېږي؟
په دې وروستيو کې دداسې پېښو خبرونه زیات شوي دي چې ځينې کسان د کور. والي په مهال باندې د زړه د حملې سره مخ کېږي، په نورمال حالت کې د یوه روغ انسان چې په کور. والي کې یې ډېر زيات افراط نه وي کړی د زړه د حملې سره مخ کېدل لرې احتمال دی.
خو کوم کسان چې د وينې غيرې ثابت فشار لري کله یې د وينې فشار ډېر ټیټ او کله ډېر لوړ وي، د زړه ضربان یې او ريتم يې منظم نه وي ددا ډول کسان کار د کور. والي په مهال سخت دی.
د کور. والي په مهال د نفس اخيستلو سرعت زياتېږي ، د وينې فشار او د زړه ضربان ډېرېږي، د اړيکې په پای کې يو ناڅاپه انسان هغه تر فشار لاندې د بدن زور او انرژي پرېږدي او د انسان د زړه ضربان په دقيقه کې د ۹۰ څخه نیولې تر ۱۴۵ پورې پورته کېږي.
له همدې کبله د کومو کسانو چې د وينې د فشار ستونزه وي د زړه ضربان یې نا منظم وي هغوی ته پکار ده چې د کور. والي او د زړه د حملې او مسلمانو په برخه کې مطالعه وکړي ځان ښه پوه کړي او د حالت متوجه اوسي.