که یو ځل مو هم لو.څ فلمونه ليدلي وي دا ليکنه حتماً ولولئ

نن سبا کېدی شي داسې ډېر کم کسان وموندل شي چې هغوی دې حداقل پخپل ژوند کې يو ځل نا. سم يا لو.څ فلمونه نه وي ليدلي، خو دا فلمونه په انسان باندې دومره ژور اغېز لري چې يو ځل ليدل یې هم کافي وي ترڅو یې انسان بيا بیا ځل ليدلو ته ځان مجبور حس کړي. مګر ددې فلمونو په واقعيت او حقيقت باندې ځان دقیق پوهول کولای شي انسان ته دا ځواک ورکړي چې ددوی څخه ځان لرې وساتي.

دا ډول فلمونه د هغه شرکتونو د ډېرو تحقیقاتو وروسته جوړېږي کوم د انسان په هکله په کلونو دا څېړنه کوي چې څه ډول یو کس په دې ډول فلمونو ليدلو باندې روږدی کېدی شي دوی انسان ډېر ښه پېژندلی او د هغه مطابق لاس پکار دي.

په دې فلمونو کې هېڅ شی واقعیت نه دي، هرڅه يو ډول لوی ښودل شوي دي، په زوره او لوړ اواز سره چي.غې وهل، په لوړ او.از سره ډول ډول غږ.ونه اېستل، د ښځو بد.ن په څو کامرو د مختلفو زاویو اخیستل، ډول ډول درمل کریمونه کارول، د بېلابېلو رڼاګانو کار اخیستل ترڅو پدې فلمونو کې کار کوونکې ښځې له حده زیاتې سپينې او شفافې وښيي.

دا هرڅه د واقعیت سره هېڅ اړیکه نلري. صرف انسان په یوه خیال روږدی کوي. دا ډول فلمونو کې کار کوونکې ډېرې ښځې چې وروسته توبه ګارې شوې دي خپله اعتراف کوي چې دا هېڅ شی واقعیت نه دي.

دا مېرمنې اوس صرف غواړي چې يو عادي ژوند يو اولاد یوه کورنۍ ولري خو دوی دا هرڅه له لاسه ورکړي دي، نو چې پدې فلمونو کې کار کوونکي هومره خفه وي لیدونکي به یې څه خوشحالي ترلاسه کړي‌.

ددې فلمونو هرڅه جعلي دي هېڅ انسان بايد ددې خيال پاللو ته دوام ورنکړي. ځکه په واقعي ژوند یې منفي تاثيرات ډېر زیات دي. فزيکي او ذهني خطرناکې ستونزې را پيدا کوي. د مغزو بنسټیزې حجرې کوچنۍ کوي، د مغزو وړتیا له منځه وړي د انسان څخه د پریکړې کولو ځان پوهولو او تحليل کولو قوت اخلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *