که چېرې دغه دوه روغتيايي مشکلات لری هېڅکله اوږه مه خورئ، لومړی که مو
اوږه د ګڼ شمېر خلکو له لوري د پخوا زمانو راهيسې د خوړو د ذايقې ترڅنګ د هغه د ګټو او شفا په نیت هم استفاده کېږي، اوږه قوي انتي ميکروب او انتي ويروسي مواد لري له همدې کبله د بدن سره په ډېرو حساسو شرايطو کې هم مرسته کوي.
د نورو خوړو او موادو په شان اوږه هم په ځينې شرايطو کې د بعضو کسانو لپاره مناسبه نه ده، د اوږې دا اغیز چې اوږه د انسان وينه نرۍ کوي او د اسپرين په شان عمل کوي نه دنيا کې ډېرو خلکو ته مالوم دی، په دې صورت کې يوې ډلې خلکو ته خاص پام پکار دی.
د کومو کسانو چې وينه نرۍ ده او د وينې د ټيټ فشار څخه شکایت کوي هغوی ته پکار ده چې د اوږې په خوړلو کې افراط ونکړي، دا ډله کسان هم کولی شي چې اوږه وخوري مګر په دې شرط چې په ډېره کمه کچه وي او يا يې هم د خپل ډاکټر څخه اجازه اخيستې وي.
که چېرې مو د بدن ځينې غړي ژر ژر وينې کېږي د بدن دننه مو کوم ځای ژر خونريزي کوي او په عموم کې تاسې وينی چې يو ځای مو ډېر ژر وينې کېږي نو په یوه احتمال کېدی شي وينه مو نرۍ وي. او يا هم خپل فشار معاينه کړی که چېرې مو لوړ فشار د ۱۲۰ څخه زيات ټيټ وي او ټيټ فشار مو چې بايد ۸۰ وي هغه ان تر ۶۰ ټيټ وي نو پدې صورت کې ښه ده چې د اوږې د خوړلو لپاره حتماً د خپل ډاکټر سره مشوره وکړی.