که يوه ښځه د خپل خاوند څخه دغه دوه پوښتنې ونکړي نو خاوند یې په صداقت شکمن شي

مينه کول اسانه خبره ده، مينه ډېر وخت پيل کېږي خو د مینې پالل په صادقانه ډول بيا دومره هم ساده کار نه دی البته د ښځې له طرفه بيا دا کار بل ډول دی.

په خوله هرڅوک په اسانۍ سره د مينې دعوه کوي خو مهم عمل دی او د ښه درک کولو لپاره بايد یو کس په مقابل لوري کې ځينې نښې نښانې کلکې وڅارل شي.

که چېرې يوه ښځه د خپل خاوند څخه دا پوښتنه هېڅ نکوي چې ولې یې نا وخته کړ، يا کله راځي، يا دا چې کله ويني چې خپل خاوند د نورو ښځو انځورونه ګوري ويډيو ګانې ګوري حتی په بيرون کې نورو ښځو ته ګوري او دا مېرمن بيا هم هېڅ نه وايي.

نو دا کس بايد پوه شي چې مېرمن یې دده سره خپلې لارې بېلې کړې دي او کېدی سي چې مېرمن یې زړه په بل ځای کې بايللی وي او له همدې کبله د خپل خاوند دا ډول کړنې هم مهمې نه ګڼي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *