که له دې پینځه ډوله روغتيايي ستونزو يوه يې هم لری له انارو څخه جدي پرهېز وکړئ

انار یوه ډېره د ښه خوند او مهمو‌ ګټو درلودونکې مېوه ده، په افغانستان کې په کافي اندازه پیدا کېږي او بيه یې هم ډېر وخت زياته لوړه نه وي. په انارو کې کافي ګټې شته دي مګر د ځینې کسانو لپاره چې روغتيايي مشکلات لري په دغه دوره کې چې دا روغتيايي ستونزه موجوده وي د انارو خوړل ښه نه وي.

هغه کسان چې د معدې‌ زخم لري بايد د انارو په خوړلو کې احتیاط وکړي او په دې هکله د هغه ډاکټر سره مشوره وکړي د کوم سره چې دی د خپلې معدې د تداوۍ لپاره په اړيکه کې وي. ددې ډول کسانو له لوري د نارو خوړل ددې سبب کېږي چې د معدې زخم نور هم شدت ومومي.

ددې ترڅنګ کوم کسان د چې د کولمو د حرکت د ټمبلۍ له مشکل سره مخ دي هغوی هم چې ترڅو ښه شوي نه دي بايد د انارو څخه پرهېز وکړي.

کوم کسان چې داسې ناروغي ولري چې د درملنې لپاره یې دوی د وينې نري کوونکو درملو خوړلو لکه اسپرين ته مجبور وي نو دا ډول کسان هم بايد د انارو په خوړلو کې احتیاط وکړي دا ډول کسان اکثريت د وینې د ټیټ فشار مشکل لري انار که زيات وخوړل شي د وينې د فشار په ټيټېدو باندې د پام وړ اندازه تاثير لري چې ددې ډول ناروغ لپاره بيا انار خوړل زیانمن تمامېږي.

ددې ترڅنګ کوم کسان چې د ځيګر مشکلات لري نو هغوی دې هم په انارو خوړلو کې احتیاط وکړي که یې د ځيګر مشکل جدي وي نو د ډاکټر سره دې مشوره وکړي ورسره کوم کسان چې د شکر ناروغي لري او د شکر ناروغي یې په جدي مرحله کې وي دا ډول کسان دې هم د انارو د خوړلو په هکله د ډاکټر تائید واخلي ځکه انار پخپله قوي قند لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *