که غواړئ ښځه مو درناوی درته وکړي دغه څلور ځانګړنې بايد ولری

يوه خبره ښکاره ده چې اوسني انسانان د پخوانيو په څېر نه دي، په همدې اساس اوسنۍ ښځې هم د پخوانيو په څېر نه دي، هغه نارينه چې واده وکړي او ښځه همداسې په کور کې خوشي کړي هېڅ ډول پام ورته ونکړي نو خپل ګډ ژوند په خپل لاس باندې بربادوي.کوم نارينه چې غواړي خپلې ښځې راضي او خوشحاله وساتي بايد دا څو مهمې ځانګړنې حتمي خپلې کړي.

که غواړی چې خپله ښځه او حتی خپل خپلوان ټول مو درته درناوی ولري او مينه درسره ولري دا خبره د يوه حقيقت په توګه ومنی چې تاسې بايد ښه اقتصاد ولری د ژوند رنګ په پيسو پورې ډېر تړلی دی له همدې کبله که هڅه وکړی او خپله اقتصادي خپلواکي ترلاسه کړی د خپلې ښځې په زړه کې به ښه مقام ولری.

په ټولنه کې ډول ډول کسان شتون لري که چېرې یو کس تل مړه غوږونه اچولي هرڅوک ورباندې يوه خبره کوي او دی همداسې بې غبرګونه وي نو ورو ورو د وخت په تېرېدو د خپلې ښځې درناوی له لاسه ورکوي ښه خبره داده چې يو کس دومره ساده نشي چې هرڅوک یې ورباندې زده کړي.

او وروستۍ هم دا چې هغه نارينه چې ښځې ورته درناوی ولري بايد خپل نظافت ته پام وکړي ورسره ډېرې زياتې خبرې هم ونکړي ځکه څوک چې زیاتې خبرې کوي زياتې غلطۍ کوي او خامخا یې د‌ خولې داسې شی وزي چې بايد نه وی وتلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *