که غواړئ له ځان سره په ژوند کې ترټولو لويه بدي وکړئ دغه پينځه کارونه وکړئ -

که غواړئ له ځان سره په ژوند کې ترټولو لويه بدي وکړئ دغه پينځه کارونه وکړئ

که چېرې غواړئ له ځان سره بد وکړی نو پخپل ژوند کې دغه پينځه کارونه په پرلپسې ډول ترسره کړی او که غواړی چې له ځان لويه نېکي وکړی نو دا پينځه کارونه هېڅکله مه ترسره کوی له دې پینځو کارونو څخه لرې اوسېدل تاسې پینځه لويې ګټې لري او که چېرې يې ترسره کړی نو ځانته به پینځه لوي زيانونه رسولي وي.

لومړی؛ د شپې څلور ساعته خوب وکړی که غواړی صحت مو په بنسټيز ډول خراب شي په پرلپسې ډول د شپږو ساعتونو څخه کم څلور ساعته خوب وکړی، او که نه غواړی چې صحت مو خراب شي د ورځې حداقل اوه يا اته ساعته خوب وکړی.

دوهم؛ په خالي نس باندې چای او سېګرېټ وڅکئ دا به مو ډېر زر له پښو وغورځوي د سرطاني ناروغيو سره به مو مخامخ کړي. دريم؛ تل خپل کارونه وځنډوی هېڅ کار پخپل وخت مه ترسره کوی. څلورم؛ د هرچا سره انډيوالي او دوستي کوي. پينځم؛ تل د تېر په هکله سوچونه کوی د اينده په هکله خيال پلو وهی او اوس وخت کې هېڅ مکوی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *