که د دوه هفتو مو زیات د سترګو رنګ ژېړ و ددغو پینځو ناروغيو ښکار شوي یاست -

که د دوه هفتو مو زیات د سترګو رنګ ژېړ و ددغو پینځو ناروغيو ښکار شوي یاست

د سترګو زېړېدل هغه مهال ښکاره شي کله چې د سترګو سپین زېړ رنګ ته تمایل پيدا کړي او زېړ رنګ ته ورنږدې شي. عموماً د سترګو رنګ ډېر وخت له کبله زېړېږي چې په وينه کې بېلي روبين زيات شوي وي،‌ د تولید اصلي ځای یې هم د انسان په بدن کې ځيګر دی.

په ماشومانو کې د سترګو زېړېدل

په نويو پيدا شویو ماشومانو کې هم ځینې وخت د سترګو زېړېدل ليدل کېږي کوم چې غیرې نورمال نه دي، دا زياتره وخت تداوۍ ته اړتيا نلري او د یوه دوه اونيو په تېرېدو سره پخپله کېږي مګر که له دې هم زيات دوام کوي بيا د ډاکټر سره مشوره وشي.

په عامو انسانانو کې د سترګو د زړېدو يو عامل د ځيګر ناروغي وي، د ځيګر د ناروغۍ سره د انسان پوستکی او سترګې زېړېدل رامنځته کېږي. د صفرا د کيسې ناروغي د پانقرانص ناروغۍ او په ځينو مواردو کې کم خوني هم د سترګو د رنګ د زېړ کېدو سبب کېږي.

که چېرې داسې و چې د يوه کس د سترګو رنګ زېر و زيات استفراق یې کاوه په استفراق کې يې وينه ليدل کېده، په تنفس اخيستلو کې یې مشکل درلود په شديد ډول یې حس کاوه چې ضعيف شوی دی‌ نو بايد ددې نښو څخه د هرې يوې د ليدو په صورت کې ناروغ په عاجل ډول روغتون ته ورسول شي.

ځینې خلک چې زيات شراب څښي نو له دې کبله یې کېدی شي چې په ځيګر کې روغتيايي ستونزې رامنځته شي چې دا هم د سترګو د رنګ ژېړېدو سبب کېدی شي ددې ترڅنګ بعضی درمل هم دا ډول جانبي عوارض لري.

که چېرې مو د سترګو د ژېړېدو سره نور شديد علايم درلودل لکه د ضعف شديد احساس، د بل په خبره سم نه پوهېدل د سترګو تورېدل نو په دې صورت کې ښه ده چې يو ځل ډاکټر ته ورشی او خپل شکايت ورته په کامل ډول بيان کړی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *