که دغه پينځه ناروغۍ لری سمدلاسه د ورځې شل دانې بادام خوړل پیل کړئ -

که دغه پينځه ناروغۍ لری سمدلاسه د ورځې شل دانې بادام خوړل پیل کړئ

بادام که څه هم داسې یوه مېوه ده چې اخيستل یې يو څه پيسې خامخا غواړي خو خوبي یې بيا داده چې بادام زیات زيات خوړل نه دي پکار، د ورځې څلور پينځه بادام هم کولی شي په بادامو کې مقصوده ګټې حاصلې کړي نو پوهان وايي چې غوره داده چې يو کس د ورځې لس دانې بادام نوش جان کړي ترڅو پورې پرته له زیات ځنډ څخه د بادامو له ګټو برخمن شي.

که د زړه د ناروغۍ سره مخ ياست نو بادام خوړل خو له دې وروسته بايد په خپلو خوراکي لېست کې خامخا خپل ځای ولري، روغتيا پلان وايي د ورځې شل دانې بادام خوړل په وينه کې غوړي کموي او د رګونو د بندېدو مخنيوی کوي، د زړه کار آسانه کوي او د وينې جريان او فشار نورمال ساتي.

هغه کسان چې د هډوکو د ضعيف کېدو له ستونزې سره مخ دي، شيدې نشي هضم کولای نو دوی بايد بادام حتماً وخوري ځکه چې بادام خالص کلسیم او پوتاشيم لري او د هډوکو د روغتيا او ودې لپاره حياتي ارزښت لري.

ددې ترڅنګ بادام د وېښتانو د تویېدو مخنیوی کوي، د کم خونۍ مشکل حل کوي او ورسره د انسان حافظه هم غښتلې کوي، هڅه وکړی چې په يوه وار زیات بادام ونه خورئ بلکې په منظم ډول هره ورځ يو څو دانې نوش جان کړی‌.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *