که جن. سي طاقت مو کم وي دا ليکنه ولولئ -

که جن. سي طاقت مو کم وي دا ليکنه ولولئ

که څه هم د ج-س-ي ميل نه درلودل يا ددې شوق او ميل کم والی په ډېرو خلکو کې ليدل کېږي خو په دې خلکو کې نارينه کم او ښځينه زياتې دي، دا ج-سي بې ميلي کله کله موقتي وي او ځينې وخت يې بيا سبب کومه بله ناروغي وي چې د هغه بيا جدي تداوي پکار وي.

په ښځينه و کې د ج-سي ميل او شوق کم والی تر نارينه و عام دی، ډېری ښځې دا ډول ستونزه حتماً يو يا څو ځل تجربه کوي، په دې وخت کې ښځينه شهوت نلري او چندان علاقه نلري چې د خپل خاوند سره اړيکه ونيسي، په دې هکله موقتي حل دا کېدی شي چې ښځينه هڅه وکړي نوي څه تجربه کړي، په نوې کوټه، نوي شکل او نوي خيال سره او تر دې هخوا باید د ستونزې اصلي عامل پيدا شي.

د فزيکي اړخه کېدی شي ځینې عوامل ددې سبب شي چې ښځينه د ج-نسي غوښتنې د کم والي سره مخ شي، له دې څخه د خاوند لخوا نه انز-ال کول، د اړيکې په جريان کې درد، ځينې درمل په ځانګړي ډول د فشار درمل هم کېدی شي ددې سبب شي چې ښځينه د کوروالي کوم لازم شوق ونلري.

هورموني بدلونونه هم ددې سبب کېدی شي چې ښځينه د ج-سي اړیکې څخه مخ واړوي، د ښځينه و د جنسيت هورمون اوستروجن د ښځينه د کوروالي د شوق لپاره ترټولو مهم هورمون دی، په ښځینه کې د هورمونونو توازون له منځه تلل ددې ستونزې سبب کېږي، کله چې د ښځينه په بدن کې د اوستروجن هورمون کم شي نو بيا يې د اړيکې لپاره تياري سخته ده، ځکه په دې وخت کې د ښځينه ج-س-ي غړی وچ وي او که نارينه په دې وخت کې ورسره مستقيمه اړيکه ونيسي نو د شديد درد احساس کوي.

رواني ستونزې هم کېدی شي د ښځينه و د ج-س-ي بې ميلۍ سبب شي، سترېس، اندېښنې، په ځان نه باور ددې سبب کېږي چې ښځينه د کوروالي اړیکه ته سمه تياره نشي له همدې کبله بيا د اړيکې په جريان کې ډېر په عذاب کې ويني.

په نارينه و کې هم ګڼ څيزونه دي چې د نارينه و د ج-س-ي قوې د ضعف او د زړه په تنګۍ سبب شي، له دې جملې څخه زيات خپل لاس کارول، مطلب پخپل لاس په مسلسل ډول ځان انز-ال کول، د نارينه و د جنسيت د هورمون ټېسټېسټېرون کمېدل، ځينې کړنې او خواړه ددې سبب کېږي چې د نارينه و د جنسيت هورمون ټېسټېسټېرون کم شي.

ددې لپاره چې ددې ستونزې خلاص شئ بايد‌ د خپل ژوند په طرز کې بدلون راولي، د جنسيت د هورمون تقویه واخلي که کم وي البته، سپورټ وکړي سپورټ په بدن کې د وینې جريان تېز وي او ج-سي قوت مو زياتوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *