که تل مو پښې يخې وي سبب یې دا څلور ناروغۍ کېدی شي

کېدی شي داسې خلک مو ليدلي‌ وي چې په ګرم موسم په اوړي کې یې هم پښې او يا لاسونه يخ وي، که ژمی وي که اوړی ددوی پښې يخې وي، په ځينې کسانو کې چې دا حس د وخت او حالاتو سره بدلون کوي کېدی شي دا يخ والی‌ د يوې ناروغۍ نښه وي.

د پښو د يخېدو څو عام لاملونه؛ د شکر ناروغي، په وينه کې د غوړو زیاتوالی، په وینه کې د اوسپنې کم والی يانې کم خوني، د وینې لوړ فشار او نور. که چېرې ستاسې پښې هم تل يخې وي نو د سبب له پيداکولو وروسته کولی شي حل لاره یې پيدا کړی.

ددې لپاره کولی شی ډاکټر ته ولاړ شی او خپل شکایت ورته په ښه تشريحي ډول بيان کړی کېدی شي د شکر معاينات مو ترسره شي، د وينې فشار مو چک شي، د وینې کولېسټرول مو وکتل شي او نور خو ښه داده چې سبب يې پيدا شي او بيا د سبب په بنسټ تداوي ترسره شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *