که تل خوب درځي نو له دغه روغتیايي ستونزې سره مخ یاست چې بايد -

که تل خوب درځي نو له دغه روغتیايي ستونزې سره مخ یاست چې بايد

ځينې خلک مدام خوبوړي وي، که د شپې یې ښه زیات خوب هم کړی وي سهار چې را پاڅي بيا خوب ورځي، ان د ورځې د غرمې هم ددوی سترګې پټېږي. دا ستونزه واقعاً د انسان د ژوند کيفيت خرابوي او پکار چې حل يې زر ولټول شي.

د مدام خوب راتلو سببونه زيات دي خو يو لوی سبب یې د سهارنۍ نه کول دي، هغه کسان چې په ځانګړي ډول مشغول ژوند لري او سهارنۍ قضا کوي نو د ورځې خوب ورباندې غلبه کوي. يا يو کس که زيات مشغول هم نه وي خو د سهار چای نه څښي نو د ورځې په جریان کې ځان يو ډول بې انرژي او استراحت ته اړتیا لرونکی احساسوي.

د سپورټ او فزيکي حرکت نه کول، روغتیا پوهان وايي يو سالم انسان بايد حداقل په اونۍ کې څلور ورځې سپورټ وکړي د ورځې 40 دقيقې سپورټ د روغتیا لپاره ترټولو غوره انتخاب دی. بدن د یوه موټر په څېر دی که چېرې تل د استراحت په حال کې وي خامخا مشکل پيدا کوي. روغتیا پالان وايي کوم کسان چې سپورټ نکوي نو دا احتمال یې زیات دی چې تل د خوب د اړتیا حس وکړي خو که سپورټ پيل کړي نو دا اړتیا به یې کمه شي او د شپې خوب به یې هم ښه کیفیت پيدا کړي.

د ورځې د خوب وړي کېدو يو بل علت د شپې بې کيفيته خوب دی. که چېرې په اطاق کې بل څوک خبرې کوي يا ګروپ روښانه وي يا ډېره ګرمي يا يخني وي نو دا د خوب کیفیت خرابوي.

او وروستۍ هم دا چې که يو پرته له دې يادو دلايلو بيا هم تل د ويده کېدو حس کوي نو کېدی شي چې د کم خونۍ له مشکل سره مخ وي، کوم کسان چې دا مشکل لري تل ځان ضعيف احساسوي او اړتیا ويني چې ویده شي استراحت وکړي. کم خوني کېدی په بدن کې د اوسپنې له کموالي څخه رامنځته شي چې ورسره انسان ته دا حس ورکړي چې عضلات درانه شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *