کله چې یوه ښځه خیانت کوي ناڅاپي دغه څلور کارونه کوي - Ht

کله چې یوه ښځه خیانت کوي ناڅاپي دغه څلور کارونه کوي

د خیانت کوونکې ښځې او يا هم خاوند نښې نښانې ؛ لازمي نده چې دا نښې دې حتماً د خیانت نښې وي کېدی شي د ژوند د کومې بلې چارې سره اړوند وي مګر که پرلپسې ډول څو نښې چې پخوا هېڅ نه وې اوس په یوه وخت کې ليدل کېږي نو ښځې او يا خاوند ته پکار ده چې خپله جوړه تر دقیق څار لاندې ونيسي او حقيقت معلوم کړي.

که چېرې ستاسې ښځې يا هم تاسې ښځه ياست دا ليکنه لولی نو پدې صورت کې که چېرې ستاسې خاوند پخوا هېڅ چندان مسجونه د چا سره نکول يا یې په ټولنيزو رسنيو کې هېڅ فعاليت نه درلود خو اوس ناڅاپي ډېر زيات په مسج لېږلو او لوستلو بوخت وي يا ټوله ورځ په ټولنيزو رسنيو کې تېروي نو پدې صورت کې ښه ده چې خپل هم سفر يا هم سفره دقيقه وڅاری.

شايد ستاسې لپاره دا معيار ډېر ښه نه وي مګر که چېرې یو ناڅاپه ستاسې هم سفر يا هم سفره ناڅاپي يو بل ماډل مثلآ عاشقانه سندرې اورېدل پيلوي دا کېدل شي د خوښۍ يا خفګان وي نو ښه ده چې ددې بدلون سرچينه یې معلومه کړی.

که مو چېرته خاوند پس له ډیرې مودې ناڅاپه خپل بدن ته ډیر پام شروع کوي ډول ډول جامې اغوندي نوې جامې رانيسي نو ښه ده چې ددې هوس تر شا موجود سبب یې پيدا کړی.

کور ته نا وخته راتلل زيات مصروفیت ؛ که چېرې مو خاوند ناڅاپي په پرلپسې ډول کور ته له خپلې دندې نا وخته راځي او دا وايي چې کارونه يې زيات شوي دي او په مالي وضعيت کې بدلون نه ليدل کېږي نو ښه داده چې تاسې یې وڅاری، په دې ډول حالاتو کې مثلآ که پخوا مو خاوند د خپل کار د جزياتو په هکله ډیرې خبری درسره شريکولې نو اوس مهال شايد تاسې ته د خپل کاروبار په هکله نور ډېر جزیات درنکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *