کله چې پيدا شو مور یې د مخ ليدلو سره د روغتون څخه وتښتېده بيا یې -

کله چې پيدا شو مور یې د مخ ليدلو سره د روغتون څخه وتښتېده بيا یې

د جونو لاکستر په نامه یوه کس چې په متفاوت ډول او فزیکي جوړښت سره تولد شوی دی د خپل ژوند ډېره عجيبه کيسه بيان کړې ده. هغه دا کيسه ددې لپاره بيان کړې ده چې هم نور دده ډول کسان ددې حالت ښه مدیریت وکړي او هم نور خلک دوی درک کړي.

نوموړی وايي کله چې پيدا شو نو د زنې او مخ ځینې نور هډوکي يا نه و او یا هم ډېر کوچنی و او هېڅ وده یې ونکړه، کله چې پيدا شو نو شکل يې لکه د یوه روغ ماشوم داسې نه و، مور پلار یې دده په ليدو د روغتون څخه وتښتېدل او دی یې همداسې بې څښتنه پرېښود.

وړاندې وايي چې کله لوی شو نو د روغتون څخه یې پدې هکله معلومات وغوښتل او ده ته یې هغه ورقه ورکړه چې مور پلار دې ستا مخ خوښ نشو او رد یې کړې وايي په هغه ورځ یې د زړه يو عجيب درد حس کړ او په ځمکه پرېوت.

نوموړی وايي په ښوونځي او پوهنتون کې د خلکو د مسخرو، سپکاویو او رشخند سره مخ شو او د سخت څخه تېر شو خو وروسته يوه ورځ يوه ډېره ښکلې مېرمن ورنژدې شوه او ده ته یې وویل چې ورسره مینه لري وايي له هغه وروسته مې په لومړي ځل په ځان باور پیدا شو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *