کله چې يوه ښځه په وېښتانو کې ګوتې وهي دغه دوه ماناوې لري، ډېره ژر
د انسانانو د ځينې حرکاتو څخه د هغه په هکله ځینې معلومات ترلاسه کول د پخوا څخه پېژندل شوې مسله ده، په ځانګړي ډول کله چې خبره د ښځو طرف ته ځي نو دا د نارينه و لپاره ډېره په زړه پورې موضوع جوړېږي.
ارواپوهان وايي د نارينه سره د ناستې او خبرو په مهال د يوې مېرمنې له لوري په پرلپسې ډول پخپلو ویښتانو کې ګوتې وهل د هغه کس سره د علاقې ښودلو په مانا ده.
ددې ترڅنګ د ځینې ارواپوهانو له لوري دا هم په ډاګه شوې ده کومه ښځه چې زيات ژر ژر پخپلو ویښتانو کې ګوتې وهي نو دا ښځه ډېره ژر په تنګ کېږي.