کریم جنت: په يم کې هېڅکله زما ځای نه و معلوم، راته ویل کېدل به

د افغانستان د کرکټ د ملي ټيم غړي کريم جنت په یوه تازه مرکه کې په ملي ټیم کې د خپل کردار په هکله غږېدلی دی، هغه چې په دې وروستيو کې د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم په لوبو کې نه ليدل کېږي د ځينې هېوادونو د کرکټ په سوداګريزو ليګونو کې ښه وځلېده.

په دې سره د خلکو سره دا پوښتنې پيدا سوې چې کريم جنت په ملي ټیم کې ښه نه لوبېږي خو په سوداګريزو ليګونو کې بيا ولې ښه ځلېږي، کريم جنت ددې مسايلو په هکله پخپله وروستۍ مرکه کې وضاحت ورکړی دی.

نوموړي په دې مرکه کې ويلي دي چې دا یو څه وخت چې د ټيم څخه بهر دی پخپل ځان ښه کار کوي، زيات تمرين کوي او په هر اړخيز ډول غواړي خپل استعداد ته وده ورکړي. د بل لوري بيا زياتوي چې په ملي ټیم کې دده ځای هېڅکله معلوم نه و، کله به د لوبې په سر کې را بهر شو.

کله د لوبې په منځ کې کله په اخر کې، يو ډول دقیق پلان دده په هکله شتون نه درلود او ده هم ځان د ډول ډول وختونو سره نشو عیار کولی. وايي که چېرې دده ځای معلوم وي دی د هغه مطابق ځان باندې ښه کار کولی شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *