کريم صادق: کېدی شي نن يم سبا نه يم، څوک مه خفه کوی ځکه زه اوس

د افغانستان د کرکټ پخواني لوبغاړي کريم صادق له ډېرو څرګندونو وړانديزونو وروسته نن په خپل انسټاګرام کې ليکلي دي چې په دنيا کې هېڅوک بايد خفه نه کړي شي وايی دوه ورځې دنیا ده په دې نه ارزي چې د چا زړه مات کړی شی. نن به یو خو کېدی شي سبا نه يو.

کريم صادق وروسته له هغه دا خبرې کوي چې څه موده وړاندې یې د خپلو افغانانو څخه غوښتي و چې د پلار د روغتیا لپاره ېې دوعا وکړي وايي پلار یې سخت ناروغ دی او دی هم مسافر دی.

د بل لوري کريم صادق په دې وروستيو کې په ډېره سپين سترګۍ باندې د افغانستان د کرکټ بورډ مشر ميرويس اشرف په هکله وویل چې هغه په مدیریت باندې نه پوهېږي، کريم صادق په داسی حال کې ميرويس اشرف ته دا خبره وکړه چې پخوا یې میرویس اشرف د مدیریت د یوه خاص استعداد لرونکی ياد کړی و.

خو کله چې ميرويس اشرف د کريم صادق د بيا بيا غوښتنې سره سره آفتاب علم په ټيم کې وانخيست نو کريم صادق مطلبی خپل اصلي مخ را ښکاره کړه او ويل یې چې ميرويس اشرف په مدیریت نه پوهېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *