کريم صادق سخت خفه دی، وايي نور یې نشم زغملی بېرته د اسټراليا څخه افغانستان ته ځم -

کريم صادق سخت خفه دی، وايي نور یې نشم زغملی بېرته د اسټراليا څخه افغانستان ته ځم

کريم صادق د افغان کرکټ د بنسټګرانو څخه دی او د کرکټ په برخه کې یې افغانستان ته زیات خدمتونه کړي دي، نوموړي په ملي ټیم کې د زيات وخت لپاره ځای درلود او وروسته بيا د عمر د تقاضا په سبب له ملي ټيم جدا شو.

هغه څه موده وړاندې اسټراليا ته ولاړ، په لومړيو کې داسې ويل کېدل چې هغه په اسټراليا کې پناه غوښتنه کړې ده او نور ژوند به په اسټراليا کې تېروي ‌ خو وروسته معلومه شوه چې نوموړی هلته د یوه ځايي کرکټ ټيم د روزونکي په حيث دنده ترسره کوي.

اوس داسې خبرونه خپاره شوي دي چې هغه غواړي د افغانستان څخه بېرته افغانستان ته ولاړ شي، نوموړي پخپل فیسبوک کې یو ډېر غمجن پوست کړی و وروسته د پژواک خبريال جاوېد حميم کاړ وويل چې د کريم صادق سره قراداد لغوه کړی دی نو اوس هغه وايي چې زه هم نور بېرته افغانستان ته ځم.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *