کريم صادق د اصغر ستانکزي د کرکټ بورډ د ريس کېدو له غوښتنې په شا شو وايي زه -

کريم صادق د اصغر ستانکزي د کرکټ بورډ د ريس کېدو له غوښتنې په شا شو وايي زه

څو ورځې وړاندې د کرکټ د ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي کريم صادق د فېسبوک د یوه پوسټ له لارې د ميرويس اشرف د دندې ځنډول وغوښتل او ویې ویل چې د کرکټ بورډ رياست بايد اصغر ستانکزي ته ورکړل شي.

افغان مينوال ډېر وخت کېږي چې اصغر ستانکزی پېژني او د هغه څخه ډېر بد وړي ځکه چې د يوه لوري يې په پلان شوې بڼه خپل د کورنۍ غړي ملي ټیم ته نيول او د بل لوري یې ددې نا اهلو خپلوانو د ساتلو لپاره ډېر ښه استعدادونه تر خاورو لاندې کول. او ترټولو بده دا چې پخپله داسې لوبغاړی و چې د لوبغاړی نوم ورته کارول بد په ټول عمر کې يې د سلو لوبو څخه په لسو لوبو کې هم ښه لوبه نه ده کړې صرف د زمبابوې په وړاندې یې که کوم وخت يو څو منډې کړې وي.

نو کريم صادق چې ددې رټل شوې څېرې بيا راوستل وغوښتل نو خلکو دومره سپک کړ چې مجبور شو خپل پوست پاک کړي. خلکو هم کريم صادق وپېژانده چې په هغه درجه خاين خودخواه او خبيث دی چې ان د خپلو ګټو لپاره د ملي ګټو په ستوني چاړه راتېرول غواړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *