کريم صادق د اسټراليا څخه افغانستان ته روان شو، هغه په اسټرالیا کې

د افغانستان د کرکټ پخوانی لوبغاړی کريم صادق د اسټراليا څخه د افغانستان په لور روان شوی دی، کريم صادق د یوه اسټراليايي ځايي ټيم سره شپږ مياشتې دنده ترسره کړه او اوس یې چې ددې ټیم سره قراداد پای ته ورسېده نو بېرته د خپل وطن افغانستان خواته روان شو.

د کريم صادق نېږدې ملګرو په ټولنيزو رسنيو کې د هغه د راتګ په هکله دا خبرونه خپاره کړي دي او د کریم صادق او د هغه د ټيم ځينې انځورونه یې هم خپاره کړي دي، پخپله کريم صادق تراوسه مخامخ په دې هکله څه نه دي ويلي.

څو میاشتې وړاندې نوموړی د افغانستان څخه تللی و اسټراليا ته هغه وخت داسې خبرونه خپاره شوي و چې ده په آسټراليا کې پناه غوښتې ده خو وروسته معلومه شوه چې د يوه ځايي ټيم سره د کار لپاره تللی دی‌.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *