کريم صادق بد خبر خپور کړ: سختې شپې ورځې تېروم دوعا وکړئ

د افغانستان د کرکټ پخواني لوبغاړي کريم صادق چې دا مهال په آسټراليا کې دی د خپلې مور له سختې ناروغۍ څخه خبر ورکړی دی. نوموړي د خپلې رسمي فېسبوک پاڼې څخه په یوه پيغام کې ليکلي دي چې دوه مياشتې کېږي مور جانه یې ډېره زياته ناروغه ده او دی هم ورڅخه لرې دی.

ده وړاندې ليکلي دي چې سختې شپې ورځې تېروي مور یې سخته ناروغه ده او دده هم مسافري ده، کريم صادق په خپل دغه پيغام کې د خلکو څخه غوښتي دي چې د مور لپاره یې دوعا وکړي ترڅو الله تعالی شفا ورکړي.

هغه په دې اړوند څه نه دی ویلي چې مور بي بي یې د کومې ناروغۍ څخه کړېږي خو د خلکو څخه یې دوعا غوښتې ده او ويلي یې دي چې د مسلمان دوعا د بل مسلمان په حق کې قبلېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *