کريم صادق بخښنه وغوښته: وايي د ټولو افغانانو څخه بخښنه غواړم ما ته اصغر ويلي و

کريم صادق د خپل وروستي ښکاره خاين دریځ له کبله د افغانستان له خلکو بخښنه وغوښته، نوموړي څو ورځې وړاندې غوښتنه وکړه چې د افغانستان ترټولو بدنام، واسطه باز، مفسد او په کرکټ نه پوهېدونکی اصغر ستانکزی دې د افغانستان د کرکټ بورډ مشر شي ده دا غوښتنه د خپلو شخصي ګټو لپاره کړې وه او خپله د وطن مینه یې په دې شکل ثابته کړې وه چې صرف یو څو زره ډالر ده ته د افغانستان د ملي ګټو او حیثیت څخه زیات ارزښت لري.

اوس چې خلکو ښه سپک کړ مجبور شوي دی او په فېسبوک کې یو پوست کړی چې که څوک ورڅخه خفه شوی وي بخښنه ترې غواړي. خو خلکو ورته ويلي چې موږ ستا خودخواه، مفسده او د دوه روپیو ايمان او څېره وپېژنده نور به ښه وی چې مخ دې ورک کړې.

کريم چې صادق تخلص کوي په لومړیو ورځو کې د افغانستان د کرکټ بورډ اوسنی مشر ميرويس اشرف د مدیریت په برخه کې د خاص استعداد څښتن بللی و بيا چې کله ميرويس اشرف دده هغه غوښتنه ونه منله چې افتاب علم دې په نړیوال کې ولوبول شي نو يې وويل چې ميرويس اشرف په مدیریت نه پوهېږي دا چوکۍ باید اصغر ستانکزي ته ورکړل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *